
کابل، د وري۱۷ مه، باختر
په برازیل کې یو ۲۵ کلن ځوان پرون په یو لومړني ښوونځي کې څلور ماشومان په تبر سره وژلي دي.
د امریکا غږ راډیو د خبرله مخې؛ د برازیل جمهور رییس لویس اناسیو لویو دیسلوا دغه برید وحشیانه بللی اوهغه یې غندلی دی.
د برازیل د سانټا ایالت پولیسو وویل، بریدګر له دیوال څخه په ټوپ وهلو سره ښوونځي ته ننوتی چې په پایله کې یې ۴ ماشومان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
پولیسو زیاته کړې چې بریدګر له پیښې وروسته د پولیسو مرکز ته تللی او ځان یې امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړی دی.
\ ذ