ټولنه

له سيلاو ځپلو سره دخوراکې توکو اولګښتي مالونو مرسته وشوه

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢١ :
په سمنګانو ولايت کې   دتيرې اوونۍ په ٤٨٠ سيلاو ځپلو کورنيو پرون  خوراکي توکي اولګښتي مالونه وويشل شول.
دسمنګانو ولايت له پيښوسره دمبارزې دادارې رييس رجب علي يوسفي دباختر آژانس خبريال ته وويل :   له هغو ٤٨٠ کورنيو سره چې دسمنګانو ولايت په  روي دو آب ولسوالۍ کې دوروستيو سيلاونو دراوتلو له امله زيانمنې شوې دي، دملي او نړيوالو مرستندويو بنسټونوله خوا دخوراکي  توکو او لګښتي مالونو مرسته شوې ده .
يوسفي زياته کړه چې په ټوليزه توګه داوړو، غوړيو ،دال نخود اودخوړو  دمالګې  په ګډون په ټوليزه توګه څلويښت ټنه خوراکي  توکي دمهاجرت دنړيوال سازمان له لارې   په دغو کورنيو وويشل شول.
ويل کيږي  چې په دغو کورنيو  ١٤٠٠ شړۍ  او دکورنۍ ٤٨٠ سيټونه  چې په هر انډي کې  ١٤ قلمه  دکور ضروري لوازم پکې شامل دي هم ويشل شوي دي .
په هغو ١٠٣ کورنيو  چې داستوګنې کورونه يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي ، يوه  يوه خيمه هم ويشل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته