سیاست

دحامدکرزي په مشرۍ دقول اردو ګانو دقوماندانانو او دملي اردو د ستر درستيز دجګپوړو منسوبينو دويم غونډه جوړه شوه

کابل باختر دوږي  نولسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ  دملي اردو  دستر درستيز د جنرالانو او دجګپوړو  منسوبينو  دويمي غونډي  دهيواد دهوايي پوځ  حالت  وڅيړه .
په دې غونډه کې چې  دملي اردو  له جګپوړو  منسوبينو سره  دپخوانيو غونډو په تعقيب نن له غرمې مخکې  دجمهوري رياست  ددويم مرستيال  او د ملي دفاع وزارت  دلوى درستيز ستر جنرال شير محمد کريمي په ګډون  په ارګ کې  جوړه شوه  لومړۍ  دهوايي  پوځ  قوماندان  تورن جنرال عبدالوهاب وردک  او دهيواد دهوايي پوځ  جګپوړو  منسوبينو دهوايي پوځ دحالت  او ددغه مرکز داړتياو  او ستونزو  په اړوند  خپل رپوټ  بيان کړل .
   تورن جنرال عبدالوهاب وردک وويل چې  درښتينې هوايي پوځ دلرلو لپاره د هيواد هوايي  او هوايي مدافعي  پوځ  ترانسپورتي  ،  ملاتړيزو او کشفي الوتکو  او دغه راز  داسي دفاعي  سيستم ته  چې په هغه کې  جنګي الوتکي ، دبمباري لپاره  جنګي الوتکي ، دراکت پوځ او ددافع هوا او درادار پوځونه پکي شامل  وي ، اړتيا لري .
په داسې حال کې چې  په دغوبرخو کې  تراوسه پوري  دناټو له خوا رښتيني ګامونه  نه دي اخستل شوي .
  له هراړخيزو  خبرو او غور وروسته  وپيتل شوه  چې  حکومت  دي  دهيواد دهوايي پوځ داړتياو  دلري کولو په اړوند  چې دناټو له خوا  نه دي لري شوي  بيړني تدبيرونه  ترلاس لاندي  ونيسي .
  دغه راز  دملي اردو  دستر درستيز جنرالانو او جګپوړو منسوبينو په ملي اردو کې  دهيواد دټولو قومونو دمشارکت  په تامينولو باندې  د ټينګار په ترڅ کې  څرګنده کړه  چې بايد دهغو کسانو اهليت ظرفيت  او وړتيا هم  په جدي توګه  په پام کې ونيول شي   چې دملي اردو په ليکو کې  شامليږي .
   دغه راز  په ملي اردو کې  د ترفيعګانو  دنوي سيستم  دجوړولو په باب هم خبري وشوي او پريکړه وشوه چې په راتلونکي غونډه کې دي دملي دفاع وزارت  ستر درستيز  ددغه سيستم  دجوړولو لپاره  يوه طرحه وړاندې کړي  چې په دې باب  تصميم ونيول شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته