سیاست

آلمان دملي پوليسو دسمبالولو په مقصد خپلو مرستو ته دوام ورکوي

کابلباختردميزان ٩
دکورنيو چارو وزير نن په کابل کې دآلمان له سفير سره په کتنه کې له افغانستان سره د دغه هيواد دامنيتي مرستو د دوام په باب خبرې وکړې .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :
دکورنيو چارو وزير محمدعمر داودزي نن په کابل کې دآلمان له سفيرسره وکتل او د دغه وزارت داوږدمهالو اولنډ مهالوپروګرامونو په باب يې  معلومات ورکړل  او  ټينګاريې وکړ چې دانتخاباتو د امنيت تا مينول او له فساد سره مبارزه  ددغو پروګرامونو په سرکې ځاى  لري .
دآلمان سفير دامنيت د تامينولو په لاره کې دکورنيو چارو وزارت دپروګرامونو له
امله دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کي ټينګار وکړ چې هيواد به يې له ٢٠١٤ کال وروسته  هم دملي پوليسو دسمبالولو اوروزنې  په مقصد خپلو مرستو ته دوام ورکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته