امنیت

په پروان کې د طالبانو د درېيو مهمو غړو نيول کېدل

چاريکار / باختر د زمري٢٦مه
د وسله والو طالبانو درې مهم غړي په پروان کې ونيول شول.
چارواکي وايي چې دغه ډاراچوونکي پرون ناوخته د سيدخېلو ولسوالۍ د حمزه خېلو په کلي کې د امنيتي مامورينو په هدفمندو عملياتو کې نيول شوي دي.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند سليم نوري باخترآژانس ته وويل، چې نيول شوي کسان محمد هاشم، مولوي جان محمد او برهان الدين په وروستيو کلونو کې په پروان کې د لسګونو ډاراچوونکو بريدونو طراحان وو.
دغه کسان د سمنګانو اوسيدونکي دي او له کلونو کلونو را پدېخوا د پروان په ځينو سيمو کې د ډاراچوونکو ًبريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته