کابل باختر دزمري اوولسمه :
وسله والوطالبانو په پاى کې نيول شوي قاضي په هرات ولايت کې په ډزو سره وواژه .
دغور ولايت يو قاضي نور محمد متوکل څه ناڅه يوه مياشت مخکې دطالبانو په ډلې پورې داړوندو کسانو له خوا دهرات ولايت په چشت ولسوالۍ کې تښتول شوى و .
پوليس وايي ددغه قاضي مړى يې نن په هرات کې ترلاسه کړ .
دغه قاضي دنيکمرغه کوچني اختر درخصتي دتيرولو لپاره دهرات ولايت په چشت ولسوالۍ کې خپل کور ته تللي و .
درارسيدلو خبرونو له مخې، طالبانو ددغه قاضي دازادولو په بدل کې دده له کورنۍ څخه پيسې غوښتې وې .
په غور ولايت کې يوسيمه ئيز مسوول دطالبانو له خوا ددغه قاضي وژل کيدل تاييد کړل .
ده وويل دهرات او غور دولايتونو امنيتي چارواکو په ګډه سره ددغه قاضي دوژلو دعاملينو دپيژندنى او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې .
0 1 دقیقه لوستل