سیاست

جمهوررئیس غني د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا او د سولې عالي شورا له غړو سره وکتل

کابل_باختر د زمري د مياشتې۱مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د افغانستان د عالمانو سراسري شورا او د سولې عالي شورا له غړو سره په کتنه کې د سولې په برخه کې د دوی د کړنو او پرمختګونو راپور واورېد.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، د سولې په برخه کې ستاسو کوښښونو رنګ راوړ، ځکه د اسلامي نړۍ عالمانو د افغان عالمانو برحقه غږ ته لبیک ووایه، جنګ، انتحار او انفجار یې حرام وباله.
نوموړي د سولې د هڅو په لا چټکولو او دوام ټینګار وکړ.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه د اسلامي هېوادونو د عالمانو د بین المللي کنفرانس په اړه چې د ۳۳ هېوادونو د جیدو عالمانو تر څنګ ۱۶ لویو مفتیانو هم په کې ګډون درلود، معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه، یاد کنفرانس د اسلامي نړۍ علما د افغانستان له روان وضعیت او حقایقو څخه لا ښه خبر کړل.
مولوي عطاالرحمن سلیم د افغان دیني عالمانو د فتوا د مواردو د تعقیب، د اسلامي همکارۍ سازمان سکرتر جنرال ته د راتګ د بلنې، اسلامي هېوادونو ته د افغان عالمانو د پلاويو د استولو، د جوماتونو او تکایاو، مدرسو او د عالمانو د امنیت تامین ته د لا ډېرې پاملرنې وړاندیزونه هم وکړل.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوی د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د سولې په برخه کې د افغان عالمانو هلو ځلو څخه په مننې وویل: د عالمانو د سراسري شورا له برکته افغان علما په اتفاق او واضح محور کې قرار لري. هغه زیاته کړه، رسنۍ دې د افغان عالمانو استقلال او پیاوړی منطق د افغانستان خلکو ته تشریح کړي.
جمهور رئیس غني وویل، د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره د درې کلن کار په پایله کې سعودي عربستان دسولې په برخه کې د افغانستان په ستراتیژیک او عمده شریک بدل شو او موږ غواړو چې د سولې په تطبیق کې هم له موږ سره همکار وي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، اوس د افغان سولې په اړه د اسلامي نړۍ لوی مشارکت رامنځته شوی او د خدای (ج) له کور څخه د سولې د غږ پورته کېدل ځانګړی ارزښت او اغېز لري.
هغه زیاته کړه، له افغان عالمانو سره زموږ مشارکت یوازې د سولې د تامین نه، بلکې د ټولنې د جوړولو او ثبات د ټينګښت دوامدار مشارکت دی، ځکه په ټولنه کې د دوی اغېز او ارزښت تر نورو زیات دی.
جمهور رئیس غني د سعودي پاچا، د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال او د اسلامي هېوادونو د جیدو عالمانو د ملاتړ او واضح دریځ  قدرداني وکړه او د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس ته یې لارښوونه وکړه، چې د سولې په برخه کې د علماو د وړاندیزونو د تعقیب تر څنګ خپل راتلونکي پلانونه او ګامونه هم مشخص کړي.
پای ـ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته