– کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
د يوه قوماندان په ګډون څلور سيمه یيز پوليسان په کونړکې د ماین په چاودنه کې ووژل شول.
په افسر فېروز تېره شپه له مګرو سره يې په چپه درې ولسوالۍ کې بريد وشو.
د کونړ يو جګپوړي امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې افسر فېروز په چپه درې ولسوالۍ کې د سيمه یيزو پوليسو قوماندان و او له خپلو درېو سرتېرو سره په دې چاودنه کې ووژل شو.
تراوسه د دغې ماين ښخونې مسووليت چا په غاړه نه دى اخیستى.
ختم – ج – ا
0 د یوې دقیقې څخه لږ