خبرونهاقتصادټولنه

د برېښنا شرکت : د برېښنا په تعرفو کې زیاتوالی حقیقت نه لري

کابل / د لیندی / ۱۹ / باختر

د برېښنا شرکت د یوې اعلامې په خپرولوسره ویلي دي چې د برېښنا په تعرفو کې زیاتوالی حقیقت نه لري او هغه یې آوازه بللې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي دي ، په دې وروستیوکې یوشمېررسنیو او د  ټولنیزو شکبو کارونکو یوخبرخپورکړی دی چې ګنې د افغانستان برېښنا شرکت د ډالرو پروړاندې د افغانیود ارزښت د کمښت په دلیل د برېښنا تعرفې يې زیات کړې دي ، د افغانستان برېښنا شرکت دغه موضوع ردوي او د برېښنا شرکت له لوري  د برېښنا تعرفې د زیاتوالي په اړه خپاره شوي خبرونه آوازه  ده.

په دې اعلامیه کې ټيڼګارشوی دی چې د اسلامي امارت مشرتابه او د  افغانستان شرکت مشرتابه هلې ځلې کوي چې په ټولو برخوکې په تېره بیا هېوادوالو ته د برېښنا رسولوپه برخه کې زیاتې آسانتیاوې برابرې شي.

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د برېښنا شرکت د برېښنا په وېشلو او وارداتو کې د تخنیکي او تجارتي ضایعاتو په لرلو سره  ټل هلې ځلې کوي چې د برېښنا د مصرف لګښت په تېره بیا د رهایشي مشترکینو د مصرف په ټيټه کچه وساتي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا