سیاست

جمهور رئیس غني د ملګرو ملتو د سازمان د انکشافي ادارې له رئیسې سره وکتل

کابل_باختر_ د وري د مياشتې ٧مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني امریکا ته د خپل پنځه ورځني رسمي سفر په وروستۍ ورځ پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو د سازمان د انکشافي ادارې (  U N D P) له رئیسې مېرمن هلین کلارک سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د بهرنیو مرستو د موثریت، د انکشافي پروګرامونو، د بشري ظرفیتونو د لوړولو، د ملګرو ملتو د سازمان د انکشافي ادارې د فعالیتونو د څرنګوالي او د سولې او امنیت  په باب بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په نړیواله کچه اقلیمي بدلونونو او پر افغانستان باندې د هغو اغېز ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې افغانستان د سېلاونو د راوتلو او د وچکالۍ له اړخه زیان منوونکی هېواد دی چې د دغو زیانونو مخنیوی په ملي او نړیواله کچه هاند او هڅو ته اړتیا لري.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې د سیمه يیزو تعاملاتو زیاتوالی د افغانستان د ملي انکشاف اساس جوړوي. د لاجوردو د لارې له نوي دهلیز څخه به افغانستان د اروپا بازارونو ته لاس رسی ولري.
جمهور رئیس غني وویل چې حکومت یې په افغانستان کې د بهرنیو مرستود موثریت لپاره په ځانګړو پروګرامونو کار پیل کړی دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې د افغانستان انکشافي پروګرامونه باید له پروژوي سیستم څخه را ووځي او د ګټورو سیستمونو له لارې په دوامدار ډول ترسره شي. د ظرفیتونو انکشاف باید د ملي انکشاف د اړتیاوو له مخې تنظیم او هماهنګ شي.
د افغانستان جمهور رئیس په هېواد کې د سولې د ټینګښت مسئلې ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره به زموږ هڅې دوام ومومي، خو سوله په یوازیتوب سره د امنیت سبب نه شي کېدلی، بلکې کولای شي یوازې د امنیت لپاره زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتو د سازمان د انکشافي ادارې (U N D P) رئیسې مېرمن هلین کلارک له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه، ويې ویل چــې د ده موثر وړاندیزونه به د (U N D P) په اړوندو اداروکې په پام کې ونیسي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته