
کابل، د زمري١١ مه، باختر
د برېښنا شرکت د ٦٥٠ کيلو ولټه امپير په ظرفيت دوه ترانسفارمرونه په بګراميو ولسوالۍ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د برېښنا شرکت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي.
د برېښنا شرکت د برېښنا چارو ساختماني رياست د برېښنا شبکې د پراختيا په دوام د٦٥٠ کيلو ولټه امپير په ټول ظرفيت سره دوه نوي ترانسفارمرونه د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغو ترانسفارمرونو په درولودو سره د بګراميو د کوچي آباد د حاجي مونجي په ښارګوټي کې ٤٥٠ کورنيو برېښنا ته لاسری وموند.
\ ج