خبرونهسیاستTOPټولنه

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

کابل / د کب ۳ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا  ملا محمد حسن اخند نن ماسپښین د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سردار عمرزاکوف او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم حضور درلود، دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د مناسباتو او همکاریو پر پراختیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مهمو اقتصادي او ترانزیټي پروژو پر تطبیق خبرې وکړې.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ازبکستان د افغانستان دوست او ورور هیواد وباله او هیله یې څرګنده کړه چې پر شته ستونزو برلاسي او په ګډه د سیمه ییزو پروژو د تطبیق په برخه کې هڅې وکړو.

ملا محمد حسن اخند د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال څخه وغوښتل چې د ده سلامونه او نېکې هیلې د ازبکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف ته ورسوي.

په همدې حال کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار عمرزاکوف وویل چې افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال مهم برخه ده او د دواړو هیوادونو اړوند ادارې به د مشترکو پروژو د تطبیق او په بېلابېلو برخو کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

په ورته وخت کې د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان او افغانستان نږدې  ورونه او ګاونډيان وبلل چې ورته تاریخي، فرهنګي او دیني مشترکات لري. هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي پروژو د تطبیق په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي وویل چې د اسلامي امارت نوې پالیسي اقتصاد محوره ده او موږ غواړو افغانستان د اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال پر مرکز بدل کړو.

ښاغلي متقي په ټینګار سره وویل چې د اسلامي امارت د نوي سیاست پر بنسټ غواړو په راتلونکي کې افغانستان د لویو قدرتونو د سیالۍ پر ډګر نه، بلکې د سیمه ییزې او بین المللي همکاریو پر مرکز او محور بدل شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته