امنیت

په سرپل کې د چاودنې مخه ونیول شوه

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د سرپل پولیسو پرون یو ماین چې په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و؛ کشف او شنډ کړ.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي باختر آژانس ته وویل چې د پولیسو موظفینو د تروريستانو دغه موټرسایکل چې غوښتل يې د سرپل په خاردار کلي کې د قرآن عظیم الشان د ختم په مراسموکې وچوي؛ شنډ کړ.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته