د هرات ولايت دغوريانو ولسوالۍ د وحدت د جام دفوټبال دسياليو دريمې اوونۍ پرون ما زيګر په نهو لو بو سره دوام و مو ند
د هرات ولايت د ورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر اژانس ته وويل: په دغو سياليو کې د انصاري ټيم دصفر په مقا بل کې په يوې سره د شهاب پرټيم، د تلاش ټيم د صفر په مقا بل کې په يوې سره ديارانو پرټيم ، دشا هين ټيم د صفر په مقا بل کې په يوې سره د ايثار پرټيم ، دکهسان ټيم دصفر په مقا بل کې په څلورو سره د عقاب پرټيم د کشاورز ټيم ديوې په مقا بل کې په دوو سره د پا مير پرټيم اود ازادګانو ټيم د يوې په مقا بل کې په دوو سره د زعفران کارانو پرټيم بريالى شول
دغه را ز د هدف او اتفاق اود پيروزي سمين ټيمونه د يوې په مقا بل کې په يوې سره برا بر شول. دغه سيالۍ د١٦ ټيمو نو ترمنځ په څلورو ګرو پو نو کې پيل شوي دي