روغتیا

په هلمند کې دماشومانو دفلج واکسين دتطبيق پروګرام پيل شو

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
په هلمند ولايت کې دماشومانو دفلج  دواکسين دتطبيق پروګرام نن پيل شو.
ټاکل شوې ده په دې پروګرام کې دهلمندولايت په  کچه په تيره بيا په هغو سيمو کې  چې دماشومانو دفلج دناروغي نوي پيښې  تشخيص شوي دي له پنځه کلني څخه ښکته څه دپاسه نيم مليونه تنه ماشومان واکسين شي .
درارسيدلو خبرونو له مخې،  په دې وروستيو وختو کې په هلمند ولايت کې  دماشومانو دفلج دناروغي اته مثبتې پيښې ثبتې شوي  دي څلور پيښې يې يوازې په ګرشک ولسوالۍ پورې اړه لري .
دهلمند والي محمدګلاب منګل  باختراژانس ته وويل : دوى هلې ځلې کوي چې ددغه ولايت په ټولو سيمو کې دښې او خوندي امنيتي فضا په تامينولو سره په تيره بيا په امن ساحو کې ماشومان دفلج دناروغي پرضد واکسين کړي .
دهلمندوالي دماشومانو دفلج دواکسين دپروګرام دپيل په مراسمو کې  له کورنيوڅخه وغوښتل چې له پنځه کلني څخه ښکته خپل ماشومان واکسين کړي.
دغه راز ده ددين له عالمانو څخه وغوښتل  چې خلکو ته دماشومانو دفلج دناروغي پرضد دواکسين  دګټو په باب معلومات ورکړي.
سره له دې  چې دا په افغانستان کې دماشومانو دفلج دناروغي پرخلاف دواکسين اوومه دوره ده خوبيا هم په ځينو سيمو کې دغه ناروغي ترسترګو شوي دي .
په همدې حال کې دعامې روغتيا وزارت مقامات هيله  کوي چې ددغه پروګرام په عملي کولو سره په افغانستان کې  دماشومانو دفلج دناروغي کچه ټيټه شي اويا هم صفر ته ورسږي.
دغه راز دغه پروګرام دپروان ، پکتيا اوتخار په ولايتونو اوپه نورو ولايتونو کې  دعامې روغتيا وزارت اودهغه دروغتيايي شريکانو له لارې پيل شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته