
کابل، د لیندۍ ۸مه، باختر
د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې، کابل ته د ۴۰ میلیونو امریکايي ډالرو بشري مرستو د را رسېدو خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په خبرپاڼه کې ویل شوي دي: افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې، نن ۴۰ میلیونه امریکايي ډالره نغده مرسته کابل ته راورسېده.
د افغانستان بانک، د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو قدرداني کړې او د زیاتو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.
په همدې حال کې، دغه بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو د واردېدو هرکلی کړی او د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د مننې ترڅنګ یې غوښتنه کړې ده چې په نورو مالي او بانکي برخو کې هم له افغانستان بانک سره غوره بانکي اړیکې وپالي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان ته د بشري مرستو له پیله، دا ۴۸ مه کمکي کڅوړه ده چې په نغدي ډول کابل ته را رسېږي او د هېواد یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.
دوه اوونۍ وړاندې هم له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې، د بشري مرستو دوه ۴۰ میلیونه ډالري کڅوړې د هېواد یو سوداګریز بانک ته لېږدول شوې وې.
دا په داسې حال کې چې افغانستان ته د مرستندویو هېوادونو د بشري مرستو د لېږلو بهیر له پیله تر اوسه، څه د پاسه یو نیم میلیارده امریکايي ډالر هېواد ته را رسېدلي دي.
وهاج