سیاست

دجمهوري رياست دويم مرستيال د هيواد د شمال سيمو ته روان شو

کابل باختردثوردمياشتې ٧ :
دجمهور رييس دويم مرستيال د يو شمېر وزيرانو په ملګرتيا نن د هېواد دشمال ولايتونوته روان شو چې د هېواد د شمال په څلورو ولايتونوکې دوروستيو سيلاوونو
له امله له مصيبت ځپلوکسانو سره د مرستې بهير وڅاري .
دکابل له نړيوال هوايي ډګرڅخه د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې:
دکرنې اواوبو لګولو، دکليو د بياجوړولو اوپراختيا، عامې روغتيا اودفوايدعامې وزيران او د يوشمېر اړوندو ادارو مسوولين او يوشمېر خبريالان  د هېواد د شمالي ولايتونو ته  په سفرکې له  محمدکريم خليلي سره ملګرتيا کوي.
دجمهوري رياست دويم معاونيت ته يوه نږدې سرچينه وايي چې محمدکريم خليلي به په دغو ولايتونوکې د استوګنې په بهيرکې اوښتي تاوانونه تثبيت او له مصيبت ځپلو کسانو سره د مرستې بهيربه وڅاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته