امنیت

نهه تنه په کابل کې دشهيد د اوونۍ دنمانځنې په ورځ دنظم د ګډوډولو په اړوند ونيول شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
دکابل پوليسو نهه تنه دشهيد د اوونۍ دنمانځنې په ورځ دنظم د ګډوډولو په تور ونيول.
دتيرې چهارشنبې په ورځ يو شمير کسانو دموټرو په واسطه دښار په بيلابيلو ساحو کې په تګ راتګ او په هوايي ډزو سره هلې ځلې وکړې چې دکابل ښار دخلکو عادي ژوندانه بهير ګډوډکړي چې په همدې ورځ دجلا جلا پيښو له امله يو تن ووژل شو او څو تنه نور ټپيان شول.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دشهيد داوونۍ او دهيواد دملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت دڅوارلسم تلين د درناوي دورځې دپيښو په اړوند نهه تنه له وسلو سره يې نيول شوي دي او پوليسو په کابل ښارکې د زياتې ګډوډۍ او اړو دوړ مخه ونيوله.
ده وويل پوليس دسندونو او شواهدو له مخې هڅه او هاند کوي هغه نورکسان هم ونيسي چې په ښارکې د بې نظمۍ دفضا په برابرولو کې لاس لري رحيمي څرګنده کړه چې پوليسو هغه کسان هم نيولي دي چې د ابن سينا دعاجل روغتون يو ډاکتر يې ډبولى و. جنرال رحيمي دغه راز دتيرې يو مياشتې په بهير کې د کابل دپوليسو له برياليتوبونو سره هم اړيکې ونيولې او ويې ويل چې په همدې موده کې يې په کابل ښارکې په دوه سوه پنځه نوي جرمي پيښو کې پنځه سوه نهه شپيته تنه مشکوک کسان په کابل ښارکې نيولي دي او دوسيې يې بشپړې او څارنوالۍ ته ليږلې شوي دي .
د ده دڅرګندونو له مخې : دغه کسان دوژنې ، انسان تښتونې دليږدونکو وسايطو او داستوګنې دکورونو دلوټولو په غيرقانوني ډول دوسلو د ليږدونې ،دنشه يي توکو دپير او پلور ،شوګمارۍ او دلوټمارۍ په ګډون دجرمونو په تور نيول شوي دي.
دکابل ولايت امنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې : دتيرې يوې مياشتې په بهير کې پنځه غلا کړى شوي موټرونه ترلاسه شوي ترلاسه شوي او خاوندانو ته يې سپارل شوي دي او دکابل ښار په بيلابيلو ساحو کې يوه اندازه مهمات او جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته