خبرونهاقتصاد

د بشري مرستو نوې کڅوړه کابل ته را ورسېده

 کابل ، د غبرګولي ۹مه ، باختر

د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې، کابل ته د ۳۲ میلیونو امریکايي ډالرو بشري مرستو د را رسېدو خبر ورکړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په خبرپاڼه کې ویل شوي دي: افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې، نن ۳۲ میلیونه امریکايي ډالره نغده مرسته کابل ته راورسېده.

د افغانستان بانک، د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو قدرداني کړې او د زیاتو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې، دغه بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو د واردېدو هرکلی کړی او د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د مننې ترڅنګ یې غوښتنه کړې ده چې په نورو مالي او بانکي برخو کې هم له افغانستان بانک سره غوره بانکي اړیکې وپالي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ته د بشري مرستو له پیله، دا ۲۹مه کومکي کڅوړه ده چې په نغدي ډول کابل ته را رسېږي او د هېواد یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.

د ثور په ۱۹مه هم له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې، ۳۲ میلیونه ډالره بشري مرستې د هېواد یو سوداګریز بانک ته لېږدول شوي وو.

وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا