
کابل، د لیندۍ ۱۵مه، باختر
د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې، کابل ته د ۴۰ میلیونو امریکايي ډالرو بشري مرستو د را رسېدو خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په خبرپاڼه کې ویل شوي دي: افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې، نن ۴۰ میلیونه امریکايي ډالره نغده مرسته کابل ته راورسېده.
د افغانستان بانک، د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو قدرداني کړې او د زیاتو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.
په همدې حال کې، دغه بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو د واردېدو هرکلی کړی او د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د مننې ترڅنګ یې غوښتنه کړې ده چې په نورو مالي او بانکي برخو کې هم له افغانستان بانک سره غوره بانکي اړیکې وپالي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان ته د بشري مرستو له پیله، دا ۵۰ مه کمکي کڅوړه ده چې په نغدي ډول کابل ته را رسېږي او د هېواد یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.
پرون هم له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې، د بشري مرستو ۴۰ میلیونه ډالري کڅوړه د هېواد یو سوداګریز بانک ته لېږدول شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د مرستندویو هېوادونو د بشري مرستو لېږلو بهیر له پیله تر اوسه، نږدې دوه میلیارده امریکايي ډالر هېواد ته را رسېدلي دي.
وهاج