امنیت

د ميدان وردګو په امنيتي پوستو د طالبانو په ناکامو بريدونوکې دوى ته د سر دروند زيان واوښت

کابل باختردلړم  اتمه :
د ميدان وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ په امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه شنډکړى شول .
په دغو بريدونوکې وسله والوطالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
په دې وروستيو وختوکې په لسګونو تنو يرغلګرو له څو استقامتونوڅخه  د سيد آباد ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
د ميدان وردګو ولايت يوه پوځي مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو بريدونوکې وسله والوطالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى؛ خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
ده وويل چې يرغلګر د سر د زيان له زغملو وروسته نښتې ته اړ شول.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکوته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته