کابل باختر د وري څلور ويشتمه :
څلور تنه وسله وال طالبان په غزني کې دماين ښخولو په وخت کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دغه څلور تنه طالبان تيرماښام کله يې چې غوښتل دوسايطوضد يو ماين د غزني ولايت داندړو ولسوالۍ په سړک کې ځاى پرځاى کړي ماين دښخولو په وخت کې وچاوديد او دوى يې ووژل .
داپه داسې حال کې ده چې دملي اردو ځواکونو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې دخپلو وظيفوي فعاليتونو په بهير کې ديرش ماينونه کشف او شنډ کړل .
ديوبل خبر له مخې: دملي اردو يوعسکر دامنيتي دندې دترسره کولو په بهير کې دماين دچاودنې له امله شهيد شو .
دملي دفاع وزارت ددغه عسکر شهادت تاييد کړ خو دپيښې ځاى يې مشخص نه کړ .
0 1 دقیقه لوستل