سیاست

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه .

کابل باختر د کب څوارلسمه :
دسترې محکمې عالي شورا  نن دسترې محکمې درييس  قانونپوه سيد يوسف  حليم په مشرۍ غونډه وکړه .
  دسترې محکمې دخپرونو  رياست باختراژانس ته خبرورکړ  شورا لومړى دبلخ ولايت داستيناف محکمې  درياست دکار اوفعاليت  رپوټ دويديو کنفرانس له لارې واوريد .
  دوړاندې شوي رپوټ له مخې په روان کال کې دبلخ ولايت دمحکمو په کچه د ٣٠٢٦ مدني دوسيو او د ٢٤٩٨ جزايي دوسيو په ګډون ٥٧٥٨ دوسيې  رسيدلي او دهغو په باب  دنافذه قوانينو  په رڼاکې رسيدګي  شوې ده او يواځې ٦١٧ مدني دوسيې او  ١٢٣ جزايي دوسيې  تر دوران لاندې دي
دغه راز د ١٦٦٧٦بېلابېلو  وثيقو  دبيې او دوثيقو  دمحصول  او دمدني او سوداګريزو پريکړو دمحصول له درکه ددې محکمې عوايد څه دپاسه  ٧٦ مليونو افغانيو  ته رسېږي چې ددولت خزانې ته تحويل شوي دي  داستيناف  محکمې رييس دغه راز درپوټ ورکونې په بهير کې  دمحکمې هغه  نور فعاليتونه چې دعدلي اوقضايي  ادارو دهمغږي دغونډو دقضايي علني  غونډو ، اداري غونډو  او ددعوا دخاوندانو د شکايتونو داوريدو دکميسيونونو دغونډو دمنظم  جوړولو په باب و ، بيان کړل او هم يې دقضيو په رسيدګي  کې دقاضيانو داستقلال  اوبېطرفۍ  دساتنې ، دولايت له مقام او له نورو دولتي   ادارو سره دمطلوبو  او دمتقابل درناوي پربنسټ داړيکو له ټينګښت ،له لېږل شويو تخصيصونو  څخه دقانوني او اصولي ګټې اخستنې او ددغه ولايت دمرکز او ولسواليو په محکمو کې دحاضري ضوابطو ته دپاملرنې  اودحاضري دوضعيت ددقيقې څارنې رپوټ ورکړ او په پاى کې يې دبلخ ولايت دمحکمو  دلارې پرسر ځينې پرتې ستونزې هم طرحه  کړې او دستونزو په حل کولو کې يې دقضايه قوې دمشرتابه دپاملرنې  غوښتنه وکړه .
وروسته دسترې محکمې رييس ددغې محکمې داجرااتو او فعاليتونو رپوټ  چې دقضايي پلټنې دلوى رياست په رپوټونو  کې هم منعکس شوى دى .  مثبت ورزاوه  اوزياته يې کړه چې دقضا مسووليت او رسالت يومهم او ارزښتناک  کار دى او ددې غوښتنه کوي چې دمحکمو قاضيان دخپلو دندو په اجرا کولو  کې په مطلوب  قضايي سلوک او ددعوا دخاوندانو قانوني غوښتنو ته په لازمې پاملرنې  سره اقدام وکړي او هڅه وکړي چې خلک دهېواد له محکمو  څخه په رڼو  او
  له اداري فساد څخه دلرې  اجرااتو په درک سره دهغوى دهيلو دوروستي مرجع  په توګه راضي او قانع واوسي
دسترې محکمې رييس دغه راز دبلخ داستيناف محکمې دطرحه شويو ستونزو په برخه کې چې زياتره  په کادري زيربنايي ساحو دځاى دکمښت  ، دامنيتي مسئلو دپياوړتيا او دنورو مسئلو په ساحو کې  وې  ،  دقضايه قوې دادارې عمومي  امريت ته دنده وسپارله چې د  بودجوي امکاناتو په چوکاټ کې دې دهغو په حل کولو کې لازم اقدامات وکړي وروسته دعادي او اقتضايي  پلټنې درپوټونو په پام کې نيولو سره دقندهار ولايت داستيناف محکمې درياست ددريو تنو اوسنيو او پخوانيو قاضيانو قضايي سرغړونې  وڅيړل  شوې او په دې ترڅ کې چې دقضايي سرغړونو  دڅيړنې  دډول دمقررې دحکمونو په رعايتولو سره  دهغوى دوو تنو ته لازم تاديبې مويدات  تجويز شول ديو تن سرغړونه  محاکماتي  تشخيص اوله دندې څخه دهغه په انفصال  سره دعالي شورا ددارالانشا  رياست ته دنده وسپارل شوه چې دهغه دلنډ مهال عزل وړانديز دراتلوونکو قانوني اجرااتو  په مقصد دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهوري رياست  مقام ته وړاندې کړي .
وروسته  ديوشمير رسيدلو  استهداګانو په باب غور وشو او ديوه جايداد دپلورنې له پيسو څخه دسوداګريزې  پريکړې  دمحصول دتحويلي دڅرنګوالي  په برخه کې چې دبانکي دين په بدل کې پلورل شوى دى دافغان ملي بانک داستهدايې  په وړاندې  تصريح کړه چې دمدني قانون د ٢٣٩٧ او ٢٣٩٨ مادو له حکمونو سره سم محصولات  دنورو ديونو  دتحصيل په نسبت دتقدم حق لري ملي بانک دې له هغه سره سم اجراات وکړي
دغه راز دمعطل حبس په برخه کې  چې  دجزا په کود کې مسکوت  دى دجوزجان ولايت داستيناف محکمې درياست  داستهدايې په اړوند او هم دحصر وراثت په وثيقې  داکتفا د څرنګوالي په باب  چې مدعي مورث  دموت او دارث دجر دشهودو له احضارولو څخه و دحجز اظهار وکړي دبغلان ولايت دايتسناف محکمې  درياست داستهدايې  په باره کې لارښوونه وشوه چې دتدقيق  او مطالعاتو لوى رياست دې دپورتنيو استهداګانو په برخه کې دسترې محکمې دعالي شورا دغړو پوهنوال عبدالقادر  عدالتخوا  قضاوتپوه  برات علي متين اوقضاوتپوه  عبدالحسيب  احدي په مشرۍ  لازمه مطالعه  او تدقيق وکړي او نتيجې يې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي
په همدې ترتيب  دعسکري منسوبانو دوظيفوي  غيابت د  قضيو دتنظيم په اړوند دکورنيو چارو وزارت دپيژنتون دلوى  رياست او په عسکري چارو کې دلوى څارنوالۍ دمعاونيت دګډ لارښود دطرحې په باب دتدقيق او مطالعاتو لوى رياست ته دنده وسپارل شوه چې دنظر وړ طرحه دې اړوندو مراجعو داستازو په شتون بيا تدقيق او مطالعه کړي او هر اړخيز لارښود دې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي
سربيره  پردې دسترې  محکمې دعالي شورا په غونډه کې درسيدګي دصلاحيت دتنازع يوه قضيه اودمحکمې دبدلون يوه غوښتنه هم  داجندايوه برخه  وه چې په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .
  ختم- عطاالله – اکرم
                                              

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته