(PS)خبرونه(PS)ښوونه او روزنه

د بغلان اوسېدونکي د لیک لوست زده کړې پروګرام د بې سوادۍ په لمنځه وړلو کې ګټور ګام بولي

کابل، د وږي ۱۸ مه، باختر

د سواد د ورځې په رارسېدو سره د بغلان اوسېدونکي وايي، چې که څه هم د لیک لوست زده کړې پروګرام د بې سوادۍ د لمنځه وړلو په برخه کې ګټور ګام دی، خو  بېوزلي

ناسم دودونه او جګړه هغه لوی لاملونه دي، چې په افغانستان کې  یې ګڼ خلک له زده کړو محروم کړي و د ناستو کسانو شمېر یې ډېر کړی.

د بغلان اوسېدونکی حاجي محمد ولي وايي، چې بېوزلي هغه ستونزه ده چې افغانستان کې یې کلونه خلک له زده کړو بې برخې کړي او اوس یې باور دا دی چې د یوویشتمې پېړۍ په بهیر کې چې بشریت نور هم د پرمختګ په حال کې دی او د ژوند بېلابېل اړخونه یې بډای او د مادي ښېګڼو ترڅنګ، د معنوي ارزښتونو پاللو او د انسان د مهارت، کرامت او تکامل بشپړتیا ته  رسولي باید په چټک ډول له حکومت سره یوځای ټولنې د نالوستۍ د لمنځه وړلو په موخه کار وکړي.

د بغلان بل اوسېدونکی عبدالوهاب وايي، د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د سواد زده کړې پرواګرام د بې سوادۍ د لمنځه وړلو په برخه کې ډېر لوی ګام دی خو وړاندیز یې دادی، چې د سواد زده کړې پروګرام باید قابلیت محوره وي او زده کوونکي ته باید د لیکلو او لوستلو مهارت ورکړي ترڅو زده کوونکی وکولی شي چې له خپل زده کړي مهارت څخه په استفادې سره له خپل درسي کتاب پرته بل کتاب، اخبار او ورته متن ولوستلی شي.

نصیراحمد د بغلان هغه اوسېدونکی چې د سواد زده کړې له لارې یې لیک لوست زده کړی وايي:«مونږ ډېر خوشاله یو چې د سواد زده کړو پروګرام له لارې مو زده کړې کړي او له دې وړاندې مونږ هېڅ لیک او لوست نشو کولای، د همدې پروګرام برکت و؛ چې ډېر څه مو زده کړل خو له پوهنې وزارت غواړو چې ګټور پروګرام نور هم عام کړي.»

د بغلان د پوهنې ریاست د پلخمري د سواد زده کړې مدیر وویل:« مونږ په پلخمري کې د سواد زده کړې ۱۳ کورسونه لرو چې اوه کورسونه یې د کیلګي په محبس کې دي، چې شپږ یې ذکور او یو کورس د میرمنو لپاره دی. پاتې کورسونه مو په پلخمري کې دي او  ۲۸۸ تنه زده کوونکي  په دې کورسونو کې زده کړې کوي».

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا