
۵– کابل، د غوایي ۲۵مه، باختر
د بغلان د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د افغانستان برېښنا شرکت په پرله پسې هڅو د بغلان برېښنا ځايي تخنیکي ټیمونو د تولید فابریکې درېیم توربین جوړ او ازمایښتي فعالیت ته چمتو شو.
د یاد ولایت د برېښنا رئیس ملا سردارولي حمزه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دوهم بند کې د برېښنا د تولیدي فابریکې درېیم توربین ته د ۲ زره ۹۱۲ لېټره د اړتیا وړ آئیل اچولو سره دغه توربین په آزمایښتي ډول فعالېدو ته چمتو شوی، چې په فعالېدو سره به یې تر یوه بریده بغلان کې د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.
حمزه زیاته کړه، چې دا توربین د درې میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې په دې سره به د بغلان په دوهم بند کې د تولیدي برېښنا ظرفیت ۹ میګا واټو ته لوړ شي.
مسوولین ټينګار کوي چې یاد توربین د بغلان برېښنا شرکت د فني کارکوونکو له لوري جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی دی.
اندړوال،ص