پلخمري باختر دمرغومي دويمه :
د دوو ترانسفارمرونو په درولو سره د پلخمري ښار د لومړي ناحيې په مربوطاتوکې ٢٦٠ کورنيو له بريښنا څخه ګټه واخيسته .
د غوري بريښنا موسسې فني مرستيال انجنير عبدالاول پناه د باختر آژانس خبريال ته وويل چې لومړى ترانسفارمر د سلو کيلو واټو بريښنا په ظرفيت د خنجر آباد په ساحه کې او دويم ترانسفارمر د يوسلو شپيتو کيلو واټو په ظرفيت د پلخمري ښار د فرح غونډى په ساحه کې درول شوي دي.
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ