امنیت

يو طالب په غور ولايت کې د سيمې له خلکو سره په جګړه کې ووژل شو.

چغچران – باختر دلړم دمياشتې ١٣
په غور ولايت کې دطالبانو او دسيمې دخلکو ترمنځ په نښته کې يو طالب ووژل شو
او درې تنه نور طالبان ټپيان شول .
دغور ولايت امنيه قوماندان   دلاورشاه  دلاور باختر آژانس ته وويل : 
طالبانو پرون ددغه ولايت په پسابندولسوالۍ کې دپوليسو په څو پوستو او ددغې سيمې داوسيدونکې په کورونو بريد وکړ .
د ده دڅرګندونو له مخې :  له دغه بريد وروسته دسيمې خلکو او دپوليسو ځواکونو له طالبانو سره جګړه وکړه چې له امله يې يو طالب ووژل شو او درې تنه نوريې ټپان شول.
دامنيې قوماندان  دڅرګندونو له مخې :  په دې نښته کې دسيمې يو ملکي وګړى شهيد او يو تن ټپي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته