ټولنه

د افغانستان د بريښنا شرکت د ونډه والو د عمومي ټولنې غونډه جوړه شوه

کابل- باختر د کب دمياشتې ٤
د افغانستان د بريښنا شرکت د ونډه والوغونډه د ماليې وزير اکليل حکيمي په مشرۍ او د ونډه والو د عمومي  ټولنې د غړو، د ښار او کور جوړولو،انرژۍ او اوبو او د اقتصاد د وزيرانو او د افغانستان د بريښنا شرکت د رييس په ګډون جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
په دې غونډه کې د ونډه والو د ټولنې د ١٣٩٤ کال د وري د مياشتې د دولسمې نيټې د غونډې د صورت تصويب، د١٣٩٢ او ١٣٩٣ کلونو د مالي حسابونو د صورت تصويب او د تېرمالي کال د فعاليتونو په باب د مديره هيئت د کلنى رپوټ د نويو غړو د ټاکنې، د شرکت د څارونکى هيئت د غړو د خدمت دورې د تمديدولو او د نورو مهمو مسئلو په باب خبرې اترې وشوې او په دې باب لازم تصميمونه ونيول شول.
د يادنې وړ ده چې بريښنا يوه دولتي شرکت دى چې په هېوادکې د سهامي او د محدود المسووليت شرکتونو د قانون له مخې فعاليت کوي.
د دغه شرکت اساسي هدفونه په اغيزمن او شفاف ډول د بريښنا برابرول دي چې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته