امنیت

شپږديرش کيلوګرامه چرس په بغلان کې ضبط شول

پلخمري  باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
شپږ ديرش کيلوګرامه چرس پرون په بغلان ولايت کې ضبط شول.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع باختر آژانس ته وويل: دغه چرس په مهارت سره په يوه کرولاډوله موټرکې ځاى پرځاى کړاى شوي و او د بلخ ولايت ته ليږدول کيدل چې د دغې قوماندانۍ د منسوبينوله خوا  په پلخمري ښار پورې اړوند د کيله ګي په ساحه کې کشف او ضبط شول.
ده زياته کړه چې د دغې قضيې په اړوند موټر چلوونکى نيول شوى دى.
ده زياته کړه چې د دغه ولايت لويه لاره د نشه يي توکو قاچاق وړونکو ته امن نه ده او د نشه يي توکو د کرکيلې او قاچاقو پرخلاف به په جديت سره مبارزه وکړي.
پاى  ذکرالله    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته