(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

د بغلان دهصلاح ولسوالۍ کې یوه لرغونې کلا کشف شوه

کابل، د غوایي ۱۱مه، باختر

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري د یاد ولایت په دهصلاح ولسوالۍ کې یوه لرغونې کلا چې  اوږده تاریخي مخینه لري کشف او سروې شوه.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي چې د یوه پلاوي په ملتیا دهصلاح ولسوالۍ ته سفر کړی د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې  دغه ریاست یوه لرغونې کلا چې اوږده مخینه لري په  دهصلاح ولسوالۍ کې کشف کړه.

هاشمي زیاته کړه چې د هصلاح ولسوالۍ د تل غازي په سیمه کې « د میرغازي بېک» په نامه یوه لرغونې کلا کشف او تر کشف کېدو وروسته سروې شوه.

ورته مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې  دا لرغونې کلا چې د اسلام دورې پورې تړاو لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغونپوهانو د څېړنو په پايله کې په دهصلاح ولسوالۍ کې  پېژندل شوې ده.

اندړوال،لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا