روم باختر د ثور ٢٢
د ايټاليا پوليسو دوه تنه افغانان په ايټاليا، بريټانيا او فرانسه کې د تروريستي بريدونو لپاره د پروګرام جوړولو په ګومان نيولي دي.
د ايټاليا پوليسو پرون د دغه خبر په اعلامولو سره زياته کړه چې يو بل افغان د انسان د قاچاقو په تور نيول شوى دى.
د پوليسو د څرګندونوله مخې: د دوو تنو نورو افغانانو او د يوبل پاکستاني د نيولو امر هم صادر شوى دى .
د پوليسو د مقاماتو دڅرګندونوله مخې: له دغوکسانوڅخه تحقيقات د دسمبر په مياشت کې هغه وخت پيل شول چې څلورو تنو افغانانو دايټاليا د جنوب په باري ښارکې د يوه تجارتي مرکز تصوير اخسته او پوليسو د هغوى د ټيلفونونو په لټولو سره د دغه ښار د هوايي ډګر او بندر او دغه راز په روم، پاريس او لندن کې د يوشمېر ځايونو نور تصويرونه ترلاسه کړل .
دواړو نيول شويوکسانو په ايټالياکې د بشر دوستانه استوګنې اجازه ترلاسه کړې ده .
لومړى نيول شوي سړى په ٢٠١١ ميلادي کال کې او دويم يې چې د نيول کيدو په وخت کې د پناه غوښتوونکو په مرکزکې شپې سبا کولې؛ تېره اوونۍ د استوګنې جواز ترلاسه کړى و .
2 1 دقیقه لوستل