ټولنه

دکابل دنوىښار دپرمختيا خپلواک بورد غونډه وکړه .

– کابل باختردکب دمياشتې ٣ :

دکابل دنوى ښار  دپرمختيا  دخپلواک بورد نوبتي غونډه  دستر وزير  او دکابل  دنوى ښار دپرمختيا دخپلواک بورد  درييس هدايت امين ارسلا په مشرۍ او دپروفيسر  اسحق نادري، دماليې ، کرنې او اوبولګولو  اوداقتصاد دوزيرانو ،  دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي داداري رييس ، دکورنيو چارو اودښار جوړولو  دچارو دوزيرانو داستازو ، په ساختماني چارو کې دجمهوري رياست دستر سلاکار  ، دکابل دنوى ښار دپرمختيا داداري درييس ، کابل ښاروال  اودافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو درييس په ګډون  جوړه شوه.

په  پيل کې ستر وزير دپروفيسر نادري  دخدمتونوله امله منننه وکړه وروسته  غړو  دکابل دنوي ښار دپرمختيا داداري له خوا  له خصوصي سکتور سره  دمناقصي  خبرو  او دقرار دادونو دلاسليک  کولو  دواک دورکولو  او په يوه دولتي شرکت داداري دبدلون په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت له  جمهوررييس سره  دبورد درييس ، دکابل  دنوى ښار دپرمختيا  داداري درييس ، دخصوصي سکتور اود دونرونو داستازو  دکتنو دنتيجوپه باب لنډ معلومات وړاندې کړل.

 وروسته دکابل دنوى ښار دپرمختيا  داداري  رييس  دلومړۍ پړاو دپرمختيالپاره د داوطلبي دبهير  او ددويم پړاو د خبرو او قراردادونو دبهير په باب  غونډي ته معلومات وړاندې کړل  .

په غونډه کي دغه راز دځمکي دتنظيم دچلند ، دځمکي دطرزالعمل او دځمکي دتصفيې دبهير دګړندي کولو ، دبورد لوري ته ددولتي ځمکې دليږدونې  او دځمکې دغصب  دمخنيوي ،  تصفيې ته دځمکې دخاوندانو دجلب   اودجايکا  دقراردادي کمپنيو اودکابل دنوى ښار دپرمختيا داداري لپاره دساحي دامنيت دتامينولو  په باب خبرې اترې وشوي .

دغونډى په پاى کې له خبرو وروسته دلومړي پړاو لپاره دمزاهدي او مناقصې طرزالعمل ، دقراردادونو دخبرو طرزالعمل  او ددويم پړاو لپاره دځمکې دتنظيم ميکانيزم تائيد شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته