فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپروان ديوه خصوصي ټلويزيون په يوه وياند بريد وغانده

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٢ نيټه :                
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه  دچاريکارو ښار دالهام راډيو ټلويزيون ديوه ديني پروګرام په  چلوونکي صفي الله عثماني وسله وال بريد وغانده.
  په صفي الله عثماني نن سهار دپروان ولايت دمرکز چاريکارو ښار په مربوطاتو کې ناوړه قصد وشو  اوپه ملا  سخت ټپي شو.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه  دغه بريد غندي او هغه دبيان دازادۍ   ددښمنانوکار بولي اوله امنيتي بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د خبريالانو  او دنورو رسانه يي کارکوونکو دځان داهميت په ساتلو کې زياتې هلې ځلې وکړي
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمدعالم مخلص باخترآژانس ته وويل   چې عثماني په روغتون کې تر درملنې لاندې دى  او پوليسو دبريد کوونکو دپيژندلو لپاره څيړنې پيل کړي دي .
ديوبل خبرله مخې ؛ دپروان ولايت دخبريالانو دخونديتوب  کميټې هم  دالهام راډيوتلويزيون   په وياند بريد غندلى دى   اوله امنيتي بنسټونو څخه يې  ددغه بريد دعاملينو دپيژندلو او نيولو غوښتنه کړې ده.
پاى ج ذ                                                   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته