
کابل، د وري ۲۰مه، باختر
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وایي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي اثارو د سروې او ثبت د برخې راغلي پلاوي د دې ولایت د اندراب درې اووه ګونو ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې له ولس څخه وغوښتل چې له فرهنګي اثارو او تاریخي ابداتو په ساتنه کې مرسته وکړي.
د باختر آژانس د خبر له مخي، د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د بنو، پلحصار او دهصلاح ولسوالیو له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د هېوادني او ټولنیز مسؤلیت لمخې دې د ملي شتمنۍ په توګه له فرهنګي ځایونو او تاریخي ابداتو څخه ساتنه وکړي.
ورته مهال مېشتو ولسي او ځايي مشرانو ټينګار وکړ چې په پوره ژمنتیا سره هڅه کوي څو په بنو، دهصلاح او پلحصار ولسوالیو کې شته تاریخي ابدات، فرهنګي او لرغوني ځایونه و ساتي.
اندړوال،ص