امنیت

دحقاني په شبکې پورې يوه اړونده تروريستي ډله په کابل کې ونيول شوه .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٥
دملي امنيت دلوى رياست دحقاني په شبکې پورې اړوند دتروريستي بريدونو درې تنه سازمان ورکوونکي په کابل ښارکې ونيول شول.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې ددغې ادارې موظفينو دخاصو عملياتو په ترسره کولو سره يوه درې کسيزه تروريستي ډله چې دحقاني په شبکې پورې اړه لري او دکابل ښار په ګڼ ميشتو سيمو کې يې د تروريستي بريدونو او دچاودنو دترسره کولو نيت درلود له ١٨ چسپکي او جهتي ماينونو ، يوې تومانچې ، دماين په سيستم يوولسو عيار شويو مبايلونو دماين له يوه ريموټ کنټرول او له يوه بڼډل چاودونکو مزو سره دکابل ښار په مربوطاتو کې ونيول دملي امنيت دلوى رياست له خوا په خپره شوې خبرتيا کې  ويل شوي دي چې نيول شوي کسان مزمل ،ياسر او عنايت الله نوميږي او په لومړنيو تحقيقاتو کې يې اعتراف کړى دى چې دحقاني شبکې په لارښونه په کابل ښارکې دتروريستي بريدونو او دچاودنو نيت درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته