امنیت

په هلمند کې په پوځي عملياتو کې طالبانو ته دسر دروند زيان

دلښکرګاه ښار باختر دليندۍ دمياشتې ٢ نيټه :
په هلمند ولايت کې  يوولس تنه وسله وال طالبان  په  پوځيانو په  په جګړه کې ووژل  شول.
دغه جګړه نن سهار دلښکرګاه ښار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په امنيتي پوستې يرغل وکړ.
دهېوادپه  جنوب کې  دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان  باخترآژانس ته وويل ؛ په دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل ؛ پوځيانو دعملياتو په ترڅ کې  تراوسه پورې  دوسله والو طالبانو څو پټڼځي هم له منځه وړي دي.
ويل کيږي په دغو عملياتو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند ولايت کې دوسله والو  طالبانو د دوو جنګي وسايلو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې په  ګرشک ولسوالۍ کې دطالبانو په پټنځو کې ساتل کيدې.
دهلمنديو امنيتي مقام وايي چې دوسله والو طالبانو له دغو ډيپوګانو څخه  سپک او درانده جنګې وسايل  ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته