نړۍ

په کراچى کې د پوځي مليشو د قدرت او صلاحيت محدود کيدل

-کابل باختر دليندۍ شپږ ويشتمه :
د پاکستان يوې ايالتي اسامبلې رايه ورکړه چې په کراچى ښارکې د پوځي مليشو صلاحيت او قدرت محدود شي، خو له دې سره جوخت د دغې ډلې د فعاليت دوره چې د جنايتکارانو او تروريستانو پرخلاف جنګيږي، د يوبل کال لپاره اوږده شوه.
دغه ټولپوښتنه د پاکستان د پياوړې اردو او په جنوبي ايالت سندکې د ملکي حکومت ترمنځ يو ډول ټکر ښيي چې د پاکستان پيپل پارتي پکې واکمني لري.
خو د پاکستان صدراعظم نوازشريف د پوځي مليشو د فعاليت چې د اردو په ملاتړ پرمخ ځي؛ ملاتړ کوي .
د ايالتي اسامبلې له تصميم سره سم پوځي مليشې له دې وروسته نه شي کولاى هېڅ سړى چې په مستقيمه توګه په تروريستي فعاليتونوکې لاس ونه لري، ونيسي.
په کراچى کې د پوځي مليشو د دغې ډلې د هلوځلو له امله په ٢٠١٥ ميلادي کال کې په دغه ښارکې د جنايت کچه تر زياتې اندازې پورې ټيټه شوې ده، خو انتقاد کوونکي وايي چې دغو ډلو خلکو له محاکمې پرته وژلي دي او د اپوزسيون په فعالانو بريدونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته