(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنهTOP(PS)

د بغلان د ترافیکو مدیریت له موټر پلورنځيو غوښتي چې یو کیلي وسایط دې ژر تر ژره راجستر کړي

کابل، د غوايي ۷ مه، باختر

د بغلان د ترافیکو مدیریت په دغه ولایت کې د موټر پلورنځیو له ټولو استازو سره په لیدنه کې سپارښتنه کړې چې هرڅه ژر دې خپل یو کیلي وسایط ثبت او راجستر کړي.

د دغه ولایت د ترافیکو مدیر قاري نذیرعابدي د موټر پلورنځیو له استازو سره په لیدنه کې سپارښتنه وکړه، چې هرڅه ژر دې تر ټاکلي مودې پورې خپل یو کیلي وسایط دغه مدیریت کې ثبت او راجستر کړي څو د ضبط کېدو څخه وژغورل شي.

عابدي خبرداری ورکړ، چې د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته به ټول هغه یو کیلي وسایط ضبط کړي چې ثبت او راجستر شوي نه وي.

په همدې مهال د موټر پلورونکو د اتحادیې مشر قسیم یوسفزي د اسلامي امارت د دې اقدام چې له مخې یې یو کیلي وسایط ثبت او راجستر کیږي هر کلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د بغلان ټول موټر پلورنځي به خپل وسایط ثبت او راجستر کړي.

اندړوال،ص

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا