امنیت

دکابل په موسهي کې ديوې ترورستي پيښې د رامنځته کيدو مخه ونيول شوه.

کابل باختر د وږې دمياشتې ٢٠
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ موظفينو دموسهي  په ولسوالۍ کې د يوې ترورستي  پيښې مخه  ونيوله.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ  ويندوى  عبادالله کريمي باختر آژانس ته وويل : دکابل ولايت دپوليسو موظفينو يو هاوان  چې د ريموت کنترول په واسطه عيار   اودموسهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دترورستي عملونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوى و کشف او شنډ کړى شو .
ديوبل خبرله مخې :   دکابل پوليسو دڅرخي  پله  په ساحه  کې دوه څلويښت کيلو ګرامه امونيم نايتريت له يوې اندازې چاوديدونکو  توکو سره چې ديومازدا  ډوله موټر کې  په  واسطه  له جلال آباد څخه  کابل ليږدول کيدل  ، ترلاسه کړل.
دپيښې په اړوند يو تن نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته