امنیت

دهرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

کابل باختر د ليندي اتمه :
دهرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې دطالبانو د ډلې يو جګپوړى قوماندان له خپلو اتو تنو ملګروسره يې دملي اردو دخاصوکوماندوګانو دعملياتو له امله ووژل شو .
دطالبانو دغه قوماندان چې ملا سعدالله بلل شوى دى؛ دغه راز په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو دډلې له خوا ولسوال هم وچې په دغو عملياتو کې له خپل مرستيال او له اووتنو نوروملګروسره يې ووژل شو .
دافغانستان په لويديځ کې دخاصو ځواکونوويندوى تورن مهدي  قادري ددغه خبر دتاييدولو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل: دنهمې لوادخاصوکوماندوګانو دشپنيو عملياتو په بهيرکې دغو ځواکونوته زيان نه دى اوښتى.
ويل کيږي ملا سعدالله دهرات ولايت په ختيځو ولسواليوکې د تروريستي، بمي او دځانمرګوبريدونو او دغير قانوني فعاليتونو رهبرى په غاړه درلود اودهغو کسانو په ډله کې و چې په مستقيمه توګه يې دکويټې له شورا څخه لارښوونه ترلاسه کوله .
دفتح دعملياتو په بهيرکې چې تيره شپه په ادرسکن ولسوالۍ کې ترسره شول؛ يوه اندازه مهمات هم دملي اردو د خاصو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
له دې سره جوخت د ادرسکن ولسوالۍ اوسيدونکي هم دملي اردو دکوماندوګانو د دغو برياليو عملياتو د هرکلي په ترڅ کې ادعا کوي چې ملا سعد الله او د ده ترامر لاندې کسانو په پراخه توګه خلک ځورول.
يوې خبري سرچينې چي ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي؛ باخترآژانس ته وويل چې ملا سعدالله او افراديې په تروريستي فعاليتونو، انسان تښتونې او دغير قانوني عملونو په ترسره کولو سربيره، دخلکو او په لويو لاروکې دسپرليو دمالونو په لوټولو هم لاس پورې کاوه.
داپه داسې حال کې ده چې د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د ملي اردو دکوماندو دځواکونو په عملياتوکې هم څه ناڅه پنځو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده اويو شمېر يې نيول شوي دي .
په هرات کې امنيتي مقامات وايي چې دغه عمليات تېره شپه د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ د ده نو او عزيزآباد په کليوکې ترسره شول .
په دغو عملياتوکې يو وسله وال طالب ووژل شو، يوتن يې ټپي او درې تنه نور يې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته