خبرونهفرهنګ

د هرات د پنځم څلي د ټينګښت مطالعاتي کار پيل شو

۴۱- کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رياست د هرات مصلی د پنځم څلي د ټينګښت مطالعاتي کار پيل کړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رييس ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې همدا اوس د آغاخان فرهنګي بنسټ له یوې تخنیکي ډلې سره د هرات د پنځم څلي په ساحه کې د یاد څلي د ټینګښت لپاره په مطالعاتو بوخت دي.
مهندس عباسي زياته کړه: د دغو مطالعاتو په بهير کې د هرات له پنځم څلي څخه د توتل سټېشن دستګاه او ځانګړو کمرو په واسطه، عکسونه او فلمونه اخیستل کېږي او سکن کېږي او دغه راز له هغو خښتو او نورو ساختماني موادو څخه چې په دغه څلي کې کارول شوي دي؛ هم نمونه اخيستل کېږي.
د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رييس څرګنده کړه چې دغه نمونې په لابراتوار کې د آزموينې او په څلي کې د کارول شويو موادو د مقاومت د تشخيص په خاطر مطالعه کېږي.
هغه زياته کړه چې د هرات مصلي د پنځم څلي د ټينګښت لومړني مطالعاتي کارونه د راتلونکې اوونۍ تر لومړیو پورې بشپړېږي او له هغه وروسته به د څلي پر ټينګښت اقدام وشي.
د يادونې وړ ده؛ د هرات مصلی څلي د تيموريانو امپراطورۍ په دوره کې جوړ شوي دي او د څه ناڅه شپږو پېړيو لرغونتيا په لرلو سره د هېواد له مهمو لرغونو آثارو څخه شمېرل کېږي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته