خبرونهاقتصاد

د کونړ مستوفیت په اوو میاشتو کې څه د پاسه ۱۳۰ میلیونه افغانۍ راټول کړي دي

 کابل، غبرګولی ۱۵ مه، باختر

د کونړ مستوفیت په تېرو ۷ میاشتو کې لسګونه میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

دغه عواید د مختلفو اصنافو د مالیاتو، قرادادونو د راټولولو او د دولتي کارکوونکو له  معاشونو څخه ترلاسه شوي دي.

د کونړ مستوفي مفتي محمد رحیم ندیم باختر آژانس ته وويل، چې په تېرو ۷ مياشتو کې يې ۱۳۲ میليونه ۵۰۰ زره افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د مالياتو د راټولولو لپاره د فساد او ظرفيتونو نشتوالى د دې لامل شوى، چې دولت ډېرې پيسې ترلاسه کړي.

د کونړ مستوفیت د مسوولینو د څرګندونو له مخې ، د دغه ولایت عواید مرکزي بانک ته سپارل شوي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته