امنیت

په ميدان وردکو کې ديوې امنيتي کمپنۍ پر افرادو دطالبانو په بريد کي پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په ميدان وردکو ولايت کې  پرون  د طالبانو دبريد له امله دامنيتي کمپنۍ  پنځو تنو ساتونکو ته مرګ ژوبله واوښته .

 دميدان وردکو ولايت په جلريز ولسوالۍ کې ديوې اميتي کمپنۍ  په ساتونکو دوسله والو طالبانو دبريد له امله يو تن ساتونکي ووژل شو او څلور تنه نور يې ټپيان شول .

دميدان وردګو  دوالي ويندوى شاهد الله شاهد دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه بريد تيرماښام دجلريز  ولسوالۍ په ملاخيلو سيمه کې وشو .

  خبرځاى زياته کړه وسله والوطالبانو ديوې امنيتي کمپنۍ  په ساتونکو بريد وکړ چې له امله يې دکمپني  يو ساتونکي وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيانشوي دي .

 شاهد څرګنده کړه په دې بريد کې  دامنيتي کمپنۍ دساتونکو يو سرف موټر هم ويجاړ شوى دى .

 ده زياته کړه پوليسو په سيمه کې  دپلټنې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته