خبرونهامنیت

د بغلان د ملي پولیسو له روزنیز مرکز څخه په لومړي ځل لسګونه تنه فارغ شول

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د بغلان د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې په لومړي ځل د دغه ولایت د ملي پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۹ تنه له ۴۵ ورځنيو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د دغه ولايت امنيه قومندان ملا جان محمد حمزه د پوليسو په مسلکيتوب ټينګار وکړ او له سرتېرو څخه يې وغوښتل، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او خپلې دندې په صداقت سره ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې فارغ شویو کسانو ته نظامي او عقیدتي زده کړې ورکړل شوې دي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا