سیاست

تبصره

-کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
له تروريزم او بنسټپالنې سره دپاکستان دملاتړ په باب ددغه هېواد په وړاندې دملګروملتو په سازمان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دپخواني سفير ډاکتر زلمي خليلزاد وروستۍ څرګندونې ، دهغو ترخو واقعيتونو انعکاس دى .
دباختراژانس مفسر ليکي .
دملګروملتو په سازمان ، افغانستان ،  او عراق کې دامريکا دمتحده ايالاتو پخواني سفير ډاکتر زلمي خليل زاد په دې وروستيو وختو کې ددغه هېواد د استازو مجلس ، دبهرنيو چارو په   فرعي کميټه کې دافغانستان او دسيمې په وړاندې دپاکستان دکړنو ، پروګرامونو او سياستونو په اړوند توضيحات وړاندې کړل .
ښاغلي خليلزاد چې په خپله په امريکاکې پياوړى  ديپلومات او مطرح  سياستوال دى او دغه  هېواد په پاليسۍ  جوړوونکو ، بنسټونو کې دکارسابقه لري پاکستان يې دروان سيمه ئيز تاوتريخوالي عامل وباله اوطالبان يې ددغه هيواد لاس آله وبلله چې په افغانستان کې نيابتي جګړه تعقيبوي .
ده په ډاګه وويل چې دافغانستان اوسنۍ حکومت دپاکستان له  سياستونوسره سمون نه لري او پاکستان ددغه حکومت  دراپرځولو په لټه کې دى .
ده دپاکستان حکومت د ډار اچوونکو تمويلوونکي وباله او ددغه هېواد اردو او استخبارات يې دحقاني د شبکې او د نورو تروريستي ډلو اصلي ملاتړ وبلل .
دخليل زاد دڅرګندونوله مخې دافغانستان پرخلاف دپاکستان  نيابتي جګړې چې دطالبانو له لارې اجرا کيږي افغانانو او په افغانستان کې ميشتو نړيوالو ځواکونو ته يې جدي ګواښ متوجه کړى دى .
دغه امريکايي ديپلومات ټينګارکوي چې په نړۍ کې د ډار اچونې پرخلاف دمبارزې په موخه دې ته اړتيا ده چې دپاکستان له سياست سره مبارزه وشي .
   ده له پاکستان سره دامريکا مالي مرستې ديوې تيروتنې دوام وباله او دپاکستان له لوړتيا غوښتنو سره دمبارزې په موخه يې ددغه هېواد پرخلاف دبنديزونو دلګولو غوښتنه وکړه اوپه دې ترتيب  يې پاکستان دشمالي کوريا په توګه وباله اوله امريکايي قانون جوړونکو څخه يې وغوښتل چې  له پاکستان سره دامريکا مرستې دطالبانو او دحقاني دشبکې پرخلاف  په هدفمندې مبارزې پورې مشروط  شي .
دښاغلي خليل زاد دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې پخوا هم دامريکا يوشمير سناتورانو او قانون جوړونکو دپاکستان ددوه  مخو لوبو پرخلاف دغبرګون غوزښتنه کړې ده خو دښاغلي خليل زاد څرګندونې په ډاګه او په دانګ پيلي ډول دي چې کيداي شي  ددقت وړ وي او پاملرنه ورته وشي ،  ځکه امريکايې ماليه ورکوونکي ددې حق لري په دې  پوه شي چې پيسې يې په کوم ځاى کې اوڅه ډول لګول کيږي  هغوى ډار اچونه نړۍ ته يوه خطرناکه  پديده بولي او دهغې دله منځه وړلو لپاره يې نه يواځې پيسې بلکې دخپلو بچيانو وينه يې وړاندې کړې ده او دا عادلانه نه ده يو  هېواد چې له دغو پيسو څخه تغديه کيږي چې دتروريزم ملاتړ کوي او  مذهبي بنسټپالنې ته وده ورکوي که چيرې  دنړۍ اوسني حالت ته ځير شو دپاکستان لوړتيا غوښتنې اوس دسيمې اونړۍ په کچه دليندنې وړ دي که چيرې په کابل کې تروريستي بريد ترسره کيږي او ياپه امريکايانو ددوى په پلرني ټاټوبي کې ډزې کيږي  اويا هم په جده اومدينه منوره کې بريدونه کيږي او يا تروريستان په هند کې په هوتل او عامه اماکنو بريدونه کوي ويا دبنګله ديش  په مرکز  داکه  کې  په رستورانت  بريد کوي  دپاکستان دحکومت اويا ددغه هېواد داتباعو پښه پکې لتاړه ده .، داټول ددې څرګندوى دي چې پاکستان لوړتيا غوښتوونکي پروګرامونه لري اوپه عملي توګه دتروريستي او بنسټپالو  ډلو په مخکې کولو سره دهېوادونوله حکومتونو اوخلکو څخه دباج اخستنې په لټه کې دى .
نن دپاکستان نوم له تروريزم او چاودنې  څخه نيولې دبنسټپالنې  تر رواجولو ، تقلب اوجعلکاري  او تيرايستلو پورې  له هرې منفي پديدې سره پيوند خوړلى دى .
خو دامريکايي مقاماتو وروستي څګرندونې او دځينو نورو هېوادونو غبرګونونه ددې څرګندوى دى چې نور دپاکستان څو ګونې لوبې او ټګى اوبرګى  کوم ځاى نه نيسي او دهغه په نسبت بې باوري دهرې ورځې په تيريدو سره پراختيا اوزياتوالى مومي .
هيله داده چې دامريکا سياستوال  اوحکومت يواځې په شکايت اونيوکې بسوالى ونه کړي که چيرې هغوى له تروريزم او دهغه له عواملو سره په هدفمندې مبارزې ژمن دي دپاکستان پرخلاف دبنديز دلګولو مسئله دې جدي کړي .
ديادونې وړ ده چې امريکا دنورو هېوادونو او نړيوالو موسسو له لارې دبنديز په لګولو سره په دې بريالي شوى دى چې يوشمير هېوادونه مجازات کړي .  هيله ده چې دغه مسئله دپاکستان په برخه کې هم رعايت شي او دنړيوالو بنديزونو دلګولو له لارې ددغه هېواد په مجازاتو سره په عملي توګه د ډار اچونې په پرخلاف  مبارزه پياوړې او ګړندى شي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته