
کابل، د زمري ۱۰ مه، باختر
د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د بغلان د ولایتي روغتون د بیا رغونې او رنګولو چارې د یو میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو د برخې مسوول عبدالله ملنګ د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت کې د ولایتي روغتون د بیارغولو او رنګولو چارې د ICRC موسسې په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي.
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د یادې پروژې د پرانیستلو پرمهال د ښو روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې هم د یادې سیمې ناروغان له ستونزو سره مخ وو.
جهانیار