
کابل، د ثور ۲۹ مه، باختر
د بغلان د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي چې د تېر کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د بغلان پاسپورت مدیریت ۵۰ میلیونه، ۹۴۴ زره افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت حساب ته یې جمع کړي دي.
د بغلان د امنیې قومندانۍ د پاسپورت مدیریت مرستیال محمد شفیق شیرزی وایي، چې د تېرکال په وروستیو درېیو میاشتو کې یې ۱۳۰۰۰ پاسپورتونه ویشلي چې له لارې یې ۵۰ مېلیونه، ۹۴۴ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د بغلان د پاسپورټ مدیریت وایي چې دغه مدیریت هڅه کوي چې خپل خدمات پراخ کړي او د خلکو ستونزو ته په خپل وخت رسیده ګي وکړي.
د فساد مخنیوی او په چارو کې شفافیت د بغلان د پاسپورټ ریاست د عوایدو د زیاتوالي لاملونه ښودل شوي دي.
سعیده