
کابل، د غبرګولي ۳۱مه، باختر
د پلخمري ښاروالۍ د عوایدو کچه د تېر کال په پرتله سږ کال پنځلس سلنه زیاته شوې ده.
د پلخمري ښاروالۍ مالي او اداري مرستيال انجنير شېر محمد احمدزي د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې یې ٣٢ ميليونه افغانۍ راټولې کړي او بانک ته سپارل شوې، چې د تېرو دریو میاشتو په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
هغه زياته کړه: “دغه عوايد د دولتي قراردادونو د کرايې له راټولولو، د تېرو کلونو د باقي داریو، د پلخمري ښاروالۍ د اصنافو او جایدادونو د فعالیتونو د جوازونو له وېشلو ترلاسه شوي دي.”
احمدزي د عوایدو د زیاتوالي لامل د عوایدو د سرچینو ساتنه، شفافیت او له فساد سره مبارزه وبلله.
هغه وویل، چې د پلخمري ښاروالۍ د ادارې مشرتابه پلاوی هڅه کوي، چې له دې وروسته د دغې ادارې د مشترکینو باقيدارۍ کال په کال را ټولې چې پر مشترکینو د باقيدارۍ د زیاتوالي مخه ونیول شي .
ع