فرهنګ

د دولتي ورځپاڼو د محتوا او ښې بډاينې لپاره دې زياته پاملرنه وشي

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٣١
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې ميرمن سيمين حسن زاده په دې وروستيو وختوکې د ورځپاڼو له لوى رييس او د هيواد، انيس ،اصلاح ،کابل ټايمز او د وطندرانو د ورځپانو له آمرانو سره د خپل کار په دفترکې ديوې لارښوونکې غونډې په ترڅ کې وکتل .
دباختر آژانس خبريال خبر راکړ: دغونډې په پيل کې چې په پرانستې مطبوعاتي او لارښوونکې فضاکې د دولتي ورځپاڼو د محتوا له بډاينې په خاطر دوام وکړ؛ د انتخاباتو په برخليک ټاکوونکي بهيرکې د ورځپاڼو د نشراتي فعاليتونو اغيزمن رول او د جمهوري رياست له نوماندانو په وړاندې د دولتي رسنيو د بې طرفۍ د اصل رعايتول وڅيړل شول او د محتوا او ښې له پلوه د ورځپاڼو په بډاينې باندې ټينګار وشو.
د خبري مخونو د يو خيل والي د مخنوي په خاطر له هر اړخيزو خبرو وروسته پريکړه وشوه چې هره دولتي ورځپاڼه دې د خپلو فعاليتونو مشخصه تګلاره تنظيم او عيارکړي.
په دې کار د لاسبري لپاره وپتيل شوه چې د انيس ملي ورځپاڼه دې زياتره سياسي مطالب او مهمې سياسي پيښې ترخپل نشراتي پوښښ لاندې ونيسي.
په همدې ترتيب د هيواد ورځپاڼه دې د اقتصادي موضوعګانو په باب او د اصلاح ورځپاڼه دې خپل نشراتي فعاليتونه د ټولنيزو او فرهنګي موضوعګانو په باب عيار کړي چې له يوې خوا په نشراتي پلان کې بدلون رامنځته شي او له بلې خوا لوستوونکي او د مطالعې او تحقيق مينه وال وکولاى شي د خپل نظر وړ مطالب له ټاکلې ورځپاڼې څخه ترلاسه کړي.
دغونډې په پاى کې د ورځپاڼو آمرانو د خپلو نشراتي کارونو له هر اړخيزې څيړنې وروسته په مضمونونو او سياسي تحليلونوکې د مثبتو بدلونونو او نوښتونو په باب د همکارۍ ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته