
کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر
په بغلان ولایت کې د زید بن حارث رض د لوا قومندانۍ مسوولین وايي، چې په دغه لوا کې یې د مطالعې د ودې او کتاب لوستنې د سالم چاپیریال د رامنځ ته کولو په موخه یو کتابتون جوړشو.
د زید بن حارث رض د لوا ویاند مولوي نصرالله عمري بلخي وايي، چې دغه کتابتون د لوا د عقدیتي آمریت د سرپرست مولوي عبدالواسع حماد په هڅو فعاله شوی څو د دې لوا مجاهدین د خپلو معلوماتو د لوړولو په موخه ترې ګټه پورته کړي او شته کتابونه مطالعه کړي.
عمري بلخي زیاته کړه چې په دې کتابتون کې هر ډول دیني او عصري کتابونه شتون لري او ډاډ یې ورکړ، چې په راتلونکي کې به ښه، معیاري او ستر کتابونه هم دې کتابتون ته راوړي څو د مطالعې مینه وال ترې ګټه پورته کړي.
دغه کتابتون په داسې حال کې د زید بن حارث په لوا کې جوړیږي چې پنځه میاشتې وړاندې هم په همدې لوا کې د عثمان ذینورین په دې لوا کې فعالیت پیل کړ چې اوس پکې لسګونه مجاهدین له تکړه او منلو استادانو څخه زده کړې کوي.